له صفر څخه تر پر مختللی اکسل کورس
زما د اکسل کورس یو عملي او اساسي آنلاین کورس دی چې زدهکوونکي پکې له صفر څخه تر مسلکي کچې پورې اکسل زده کوي. په دې کورس کې د واقعي کاروباري پروژو له لارې د فورمولونو، راپور جوړولو، ډیټا تحلیل، او اتومات کارونو تمرین کېږي، تر څو زدهکوونکي وکولای شي اکسل په دفتر، سوداګرۍ او فریلانس کارونو کې په اعتماد سره وکاروي.
څه به زدهکړئ
1. له صفر څخه تر پرمختللي پورې زده کړه – هر درس به مو قدم په قدم مخکې بوځي، څو اکسل په بشپړ ډول زده کړئ.
2. د خپل کاروبار لپاره ټمپلېټونه او جوړول – د کورس په پای کې به وکولای شئ د پلور، حسابدارۍ او مدیریت لپاره خپل سیستمونه جوړ کړئ.
3. له ابتدایي څخه تر پرمختللو فارمولو پورې کار کول – لکه SUMIF، IF، VLOOKUP، XLOOKUP، INDEX-MATCH او نور ډېر ګټور او پرمختللي فنکشنونه فورمولونه.
4. ټول ابتدایي او پرمختللي فنکشنونه به په پوره دقت، وضاحت او ژوندیو مثالونو سره تشریح شي.
5. د ډیټا مسلکي تنظیم او تحلیل – زده کوئ چې څنګه خپل معلومات منظم کړئ څو هر وخت د راپور، تحلیل او پرېکړې لپاره چمتو وي.
6. د باور او وړتیا لاسته راوړل – د کورس په پای کې به دومره مهارت او اعتماد پیدا کړئ چې وکولای شئ په هېواد دننه او بهر (فریلانس) د اکسل اړوند دندې ترلاسه کړئ.
نورې ځانګړتیاوې
• د مایکروسافټ اکسل په مرسته له پایه څخه منظم او مسلکي شیټونه جوړول او اداره کول.
• د ډېرو معلوماتو (Data) شننه یا تحلیل کول او د هغو څخه مهمې پایلې ترلاسه کول.
• د PivotTable او ګرافونو په مرسته ژوندۍ او متحرکې راپورونه جوړول.
• د پرمختللو فورمولونو په مرسته د واقعي کاروباري ستونزو حل کول.
• د اکسل د مهارتونو په پیاوړتیا سره په اسانۍ سره پېچلي او مسلکي کارونه ترسره کول
دا کورس چا لپاره جوړ شوی دی ؟
اکسل د نن ورځې د کاري نړۍ الفبا ده؛ ځکه نږدې هره اداره، سوداګري او دفتر د معلوماتو تنظیم، تحلیل او پرېکړو لپاره پر اکسل تکیه کوي، او ستاسو کاري مخینه له همدې مهارت څخه پیل کېږي. دا اکسل کورس د مالی چارو د سمبالښت لپاره ډېر ګټور دی لکه صرافی، ګدام او دوکانداري، همدارنګه د مدریت اړوند کارونو لپاره لکه منابع بشري، راپور جوړونه او د معلوماتو تنظیم. دا کورس د هر هغه چا لپاره ډیزاین شوی چې غواړي ځان مسلکي کړي، په دنده کې پرمختګ وکړي، او د اکسل مهارتونو له لارې له وخته وروسته اضافي عواید هم ترلاسه کړي.
نورې آسانتیاوې
-
دا یو منجمد کورس نه دی؛ بلکې د بازار او وخت له اړتیا سره سم فورمولونه، پروژې او تمرینونه پکې دوامدار تازه کېږي.
-
ستاسو هره پوښتنه د وټساپ له لارې مستقیم ځوابېږي.
-
ټول عملي تمریني فایلونه له کورس سره وړیا شامل دي.
-
دا کورس نړیوال دی؛ یوازې د افغانانو لپاره نه، بلکې هر څوک هر ځای ترې استفاده کولی شي.
کورس کې د داخلې لارښود
کورس د داخلې په خاطر لاندې لارښود مکمل تعقیب کړئ
هیله ده د کورس کې د نوملیکنې لپاره لاندې مرحلې په دقت تعقیب کړئ:
۱- لومړی د کورس پاڼې ته لاړ شئ.
۲- له لست څخه کورس انتخاب کړئ: (اکسل زده کړئ له صفر څخه تر پرمختللي پورې)
۳- د کورس په پاڼه کې د Join بټن باندې کلیک وکړئ.
۴- په بل قدم کې د Sign Up بټن کېکاږئ تر څو ستاسو لپاره ځانګړی حساب جوړ شي.
۵- له حساب جوړولو وروسته د فیس یا Payment مرحلې ته ځئ. دلته خپل ایمیل ادرس حتمي ولیکئ او د Buy Now بټن کېکاږئ.
۶- د فیس د تحویلي لپاره په همدې پاڼه کې د وټساپ شمېره ورکړل شوې ده.

